د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د ايرانيانو او انډونيشيا د مسلمانانو ښځو د دوستۍ لومړنۍ اوونۍ د ښځو د ورځې سره سم په جكارتا كښې د ښځو د دوستۍ د انجمن په جوړلو او د يوې تفاهم نامې په ليكلو سره د حكومتی كسانو او د ښځو د چارو د مشرانو په ګډون سره ترسره كیږی.
د دې اوونۍ ځينې پروګرامونه دا دی: د "د اسلام له نظره عدالت يا جنسی برابری"، د ښځو په موضوع باندې د ښوونې كلاسونه، د اسلامی حجاب او پردې په هكله نندارتون، د انډونيشيا او ايرانی ښځو د اثارو نندارتون.
394056