د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د بی بی فاطمه زهراء(س) د زوكړې په مناسبت په كراچۍ كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ لخوا د بی بی فاطمه زهراء(س) د شخصيت په هكله د مقالو ليكلو مقابلې اعلان وشو. په دې مقابلې كې پاكستانی استاذان او كلتوری شخصيتونه په لاندينيو موضؤعاتو خپلې مقالې د ايران كلتوری مركز خانه فرهنګ ته لیږلې شی.
1- حضرت فاطمه زهراء د نړۍ غوره ښځه او ميرمن
2- په اسلام كې د ښځې حقونه او ذمه واريانې
يادونه كوو چې په پاسنيو موضوعاتو مقالې د ميلادی كال 2009 د مئی د مياشتې تر 21 نیټه پورې د ايرانی كلتوری مركز خانه فرهنګ ته لیږلې شئ.
غوره شوې مقالو ليكوالو ته به د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ لخوا انعامونه وركولې شی.
393897