د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر د اطلاع رسولو مركز یې نقلوی، محمود احمدی نژاد بیګاه د شنبه په ورځ د ارديبهشت د مياشتې په 5 نیټه د تهران ښار د شهيدانو او معيوبيونو له كورنيو سره په كتنې كې په خپلې لنډې وينا كې ټينګار وكړ، د ايران ملت په خپلو اډيالونو ولاړ دی او د شهيدانو او معيوبينو كورنۍ د انقلاب لپاره خپله هستی وركړې ده.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد دې ته په اشارې سره چې ځينې له ايران سره د خبرو اترو لپاره شرط كیږدی جوته كړه، ټولې ټاكنې اعلان كړئ چې نړۍ ستاسو په كلتور او ادبياتو پوهـ شی.
محمود ا حمدی نژاد وويل ځينو ويلی چې غواړو په خپلو سياستونو كې بدلون راولو او خپل چلند اصلاح كړو، مونږ له دې چارې هر كلی كوو.
د اسلامی ايران ولسمشر محمود احمدی نژاد ځينو قدرتونو ته سپارښته وكړه چې په خپلو پولو او حقوقو سره سم حركت وكړی او ايران ته شرط ونه ټاكی.
394617