IQNA

8:49 - April 28, 2009
د خبر لمبر: 1770886

د اسلامی فقې نړيوال كونسل په نولسم اجلاس كې د لبنان مفتيانو ګډون وكړ

سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان مفتيانو يوې ډلې پرون د ارديبهشت د مياشتې په 6 نیټه د اسلامی فقې نړيوال كونسل په نولسم اجلاس كې د اماراتو په شارجې ښار كې ګډون وكړ.

د لبنان څانګې د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، «محمد رشيد قبانی » د لبنان مفتی، «خليل الميس» د زحله سيمې مفتی او «خلدون عريمط» د بقاع سيمې مفتی د اسلامی فقې نړيوال كونسل په نولسم اجلاس كې ګډون كوونكيو له لبنان مفتيانوڅخه دی
قبانی بیګاه د شارجې بادشاه ښاغلی «سلطان بن محمد بن سلطان القاسمی» سره وليدل او هغه او د هغه حكومت د كاميابۍ لره یې دعا وكړه او له هغه یې غوښتنه وكړه چې د اسلامی فقې نړيوال كونسل د مضبوطولو لره دې كونسل سره مرسته وكړی.
د اسلامی فقې نړيوال كونسل نولسم اجلاس پرون په شارجې كې د اسلامی نړۍ د پوهنتونونو انجمن او اسلامی كانفرنس په ګډون سره شورو شو او د اسلامی كانفرنس ستر سكتر ښاغلی احسان اوغلو په دې څلور ورځنۍ كانفرنس كې د د اسلامی فقې نړيوال كونسل د رول په هكله یې خبرې اترې وكړې.
395408
captcha