د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د سوریې د څانګې په ګزارش چې د المسلم اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د «جازان» د سيمې د «احفاد» د مدرسې استاذانو «خالد الجهنی» و «محمد نهاری» وويلی دی: دا غلطی یې د دمشق په چاپ شوی قران كښې ليدلې ده چې په ځينې سورتونو كښې د جلاله لفظ حذف كړی دی.
د احفاد د مدرسې مدير «ابراهيم عبده معتبی» په دې هكله وويل: د چاپی غلطی د «الله»، «ربی»، «ربهم» و «ربكم» له په حدف كولو سره په «قصص»، «عنكبوت»، «لقمان»، «روم» و «سجده» كښې ليدلی شوې ده.
د ويلو ده چې دا نسخه د عثمان طه په خط سره ليكلې شوې ده او د «محمد بشير الرز» د نظر لاندې چې د اسلامی نړۍ له مشهورو اذانچيانو څخه دی چاپ شوی ده او چې دارالفرقان خپرندويی ادرې خپره كړې ده او په لومړی ځل په 1425 كال كښې په سورې كښې چاپ او خپره شوې ده.
395466