د كرمانشاه 16 كلن ځوان «مهسا فخاری»، د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د خپلې كاميابۍ راز قران سره په مينه او په هغې باندې په عمل كښې وښود او ویې ويل: له كومه وخته چې مې قران پيژندلی دی او په خپل ژوند كښې پكار راوستی دی نو ډېرې بريالۍ مې په لاس راغلی دی هم په علمی او هم په عملی او هم په ټولنيز ژوند كښې.
هغه ديرشمه سپاره په ثلث خط سره ليكلې ده، ویې ويل: دې ته په پام چې خوشنويسۍ سره مې مينه ده نو قران سره مې مينه د دې سبب شوه چې دا خدايی كتاب په خپل كتابت كښې راولم.
هغه زياته كړه چې تر اوسه مې د قران يوه سپاره ليكلې ده او اراده مې دا ده چې ټول قران سره د ترجمې په دې خط كښې وليكم.
395390