IQNA

انجيل په اسلامی خط كې پاپ ته ډالۍ كولې شی

9:03 - April 29, 2009
د خبر لمبر: 1771417
نړيواله ډله: د فلسطين خطاط ښاغلی«ياسر ابو صايمه» چې د لوقا انجيل یې د عربی رقعی خط سره ليكلې دی دا غواړې چې دا انجيل شپاړسم پاپ ته ډالۍ كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له stargazete.com یې نقلوی د فلسطين يو پیځوس كلن خطاط اراده لری چې پنځه شپيته مخيز انجيل چې د حضرت عيسی او د په فلسطين كې د عيسايانو د سپیڅلی ځايونو عكسونو سره یې غاړې ښكلادې د شپاړسم پاپ د بيت المقدس ښار د سفر په وخت هغه ته ډالۍ كړی.
ياسر ابو صايمه د اسلام او عيسايانو تر مينځ د ګډو عقيدو ته په اشارې سره وويل تر اوسه پورې راته وخت نۀ و شوې چې د ټول انجيل مطالعه وكړم خو چې كله مې فيصله وكړه چې د عيسايانو دا كتاب په عربی او اسلامی خط كې وليكم نو هله مې د اسلام او عيسايت تر مينځ ډيرې ګډې عقيدې ولولې.
396011
captcha