IQNA

د شهيد مطهری د اثارو نندارتون د سپيكر په ګډون سره افتتاح شو

8:59 - April 29, 2009
د خبر لمبر: 1771418
سياسی ډله: د شهيد مرتضی مطهری د اثارو نندارتون د اسلامی مجلس سپيكر ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی په ګډون سره د مجلس اسلامی په سيمينارو هال كې افتتاح شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی مجلس شورا مشر د څرګندې ناستې په پاې كې نن د سه شنبه په ورځ د ارديبهشت د مياشتې په 8 نیټه د شهيد مرتضی مطهری د اثارو نندارتون كې ګډون وكړ او د دې نندارتون افتتاح یې وكړه دا نندارتون د شهيد مطهرې د شهادت د كليزې په مناسبت سره تر سره كیږی چې هغه د روانې مياشتې 12 نیټۀ دی.
بيا د مجلس سپيكر د اسلامی شورا د دايمې نندارتون ځای ته حاضر شو او د اسلامی مجلس د شورا شهيدانو نندارتون او شهيد ايت الله شاه ابادی نندارتون یې ليدنه وكړه.
په دې عكسې نندارتونونو كې چې د اسلامی شورا د مجلس شهيدانو په ياد كې تر سره وه له 40 زياتو شهيدانو عكسونه وركې ایښې وو.
396221
captcha