د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له نړيوالې ورځپاڼې «الشرق الأوسط» یې نقلوی، د ناروې د ښار اسلو د اسلامی څیړنو استاذه او د دې هيواد د اسلامی شورا تيره مشره «لينا لارسن» په اسلامی نړۍ كښې د داسې مبلغانو په روزنه باندې ټينګار وكړ چې هغه د وخت غوښتې وپيژنی.
هغې د دې خبرو په ادامې كښې، د اسلام او لويدیځ تر مينځ خبرې اترې او د تمدن په پرمختګ كښې د اسلامی تمدن رول، همدارنګ د ترهه ګرو په خلاف د اسلام دریځ او د ګډ او مسالمت اميز ژوند د تيرونو لپاره د اسلام هڅې ډېرې مهمې وګڼلی.
396113