د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له tumgazeteler یې نقلوی، په دې پروګرام كښې چې پكښې د اناتولی د ځوانانو د انجمن مشر «الياس تونگوچ»، د ازمير څانګې د ځوانانو د انجمن مشر «جمال آريكان»، د حزب سعادت غړی «شراف الدين كيليچ» او د ازمير ښار په لكونو ځوانانو پكښې ګډون وكړ.
جمال اريكان په خپلې وينا كښې وويل: زمونږ مطلب دا نه دی چې يوازې د پيغمبر(ص) ياد تازه كړو بلكه مطلب مو دا دی چې د تركیې خلك د پيغمبر(ص) وپيژنی او ټول وجود سره یې درك كړ.
الياس تونگوچ هم په خپلې وينا كښې د پيغمبر(ص) د ژوند په هكله خبرې وكړی او زياته یې كړه: پيغمبر(ص) په داسې وخت كښې د خدای رسالت قبول كړ چې عربستان له جهل او شركه ډك و او پيغمبر(ص) ورته د يو رحمت په شكل كښې راغی.
396075