سياسی ډله: د حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د ايران له زر ګونو معلمانو ، كارګرانو او نرسانو سره په كتنه كې وويل: د ايران د اسلامی جمهوريت كې د انتخاباتو د داغی ښودلو لپاره د دښمن له هڅې سره سره د ايران لوی ملت د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كې په خپل ولوله ناك شتون سره داسې انتخابات ترسره كوی چې دښمن به نور هم غوسه كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر د ويب پاڼې نې نقلوی، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د لمريز كال 1388 د ارديبهشت د مياشتې په نهمه نیټه په زرګونو استاذانو، كارګرانو او نرسانو په غونډه كې وويل: د ايران د اسلامی جمهوريت كې د انتخاباتو د داغی ښودلو لپاره د دښمن له هڅې سره سره د ايران لوی ملت د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كې په خپل ولوله ناك شتون سره داسې انتخابات ترسره كوی چې دښمن به نور هم غوسه كړی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای دغه راز په ايران كې له اسلامی انقلابه په مخكې پړاو كې د اړونده حكومتونه د نمايشی او فرمايشی انتخاباتو په يادولو سره زياته كړه: د قاجار او پهلوی مستبدو باچايانو ايران خپل جاګير او د ايران ولس یې خپل رعيت ګاڼه او په ډګر كې د خلكو په غياب كې هر هغه څه چې واكوالانو غوښتل د رايو له صندوقونو به یې راويتسل خو د ايران اسلامی انقلاب، پاڼه بلكل بدله كړه او ولس یې وا كمن كړ.
397080