IQNA

9:53 - May 01, 2009
د خبر لمبر: 1772150

احمدی نژاد: د اسلامی هيوادونو كلتور او اقتصاد د سميه ايزو ملګرتياؤ پراختيا ته اړتيا لری

سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد د اسلامی هيوادونو كلتور، خپلواكی او اقتصاد د سميه ايزو داخلی ملګرتياؤ پراختيا ، د ځای اقتصاد برابريدا او د سلطې د نظام له اقتصادی جوړښتونو ژغوريدا ته اړتيا وبلله .

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشر له اطلاع رسولو مركز یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد بیګا په تهران كې د اسلامی هيوادونو د ټوريزم د ټولنې په غونډې كې له ګډون كونكو او د تجارتی كوټو له مشرانو سره په كتنې كې په دغو هيوادونو كې د ټوريزم د پراختيا او پانګونې په زياتيدا په ټينګار سره وويل كه د اسلامی هيوادونو نيمې مبادلې د دغو هيوادونو ترمينځ تريره شی نو د اسلامی هيوادونو د سياسی خپلواكۍ ،نه اړتيا، او د ډيرو اقتصادی ستونزو د ختميدا سبب به شی .
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد د دې خبرې په كولو سره چې اسلامی هيوادونه بې وځله نه دی او د سلطه غواړو هيوادونو په نږد ې شتمنۍ او اسعارو سرچينې د پام وړ دی ووئيل كه د دغو شتمنيو يوازې يوه برخه په اسلامی هيوادونو كې ولګول شی نو نه يوازې د كار كسب او آبادونې سبب به شی بلكې د اسلامی نړۍ له سياسی او اقتصادی خپلواكۍ سره به هم مرسته وكړی.
396785
captcha