IQNA

حزب اللہ: ملګری ملتونه د اسرائيل د سياست په لاره روان دی

9:02 - May 02, 2009
د خبر لمبر: 1772407
سياسی او ټولنيزه ډله: د حزب الله د انتخاباتو اميداوار علی فياض د ملګرو ملتو ستر سكتر بان كې مون د حزب الله مخالف دریځ په غندولو سره وويل چې ملګرو ملتونه د اسرائيل د سياست په لاره روان دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان د څانګې يو راپور پر اساس، د لبنان د حزب الله له طرفه د فلسطين مظلومو خلقو د ملاتړ او حمايت په هكله د ملګرو ملتونو ستر سكتر بان كې مون په غبرګون د حزب الله د مجلس كانديدا علی فياض وويل چې ملګرو ملتونه د اسرائيل د سياست په لاره روان دی.
هغه نور هم زياته كړه چې ملګرو ملتونو د اسرائيلو په جناياتو سترګې پټې كړې دی.
علی فياض د ملګرو ملتو ستر سكتر بان كې مون باندې سخت اعتراض كولو سره وويل چې د ملګرو ملتونو ستر سكتر د اسرائيل حامې او مرستيال دی هغه د اسرائيلو د ظلمونو او جناياتو د غندولو په ځاې د اسرائيلو سياست مخ پر اده روان كړې دی.
396926
captcha