IQNA

9:05 - May 02, 2009
د خبر لمبر: 1772423

د فلسطين په موضوع كې هم د امريكا د هماغو مخكينيو ولسمشرانو سياستونه تكراریږی

خاتمی وويل: په دغې مودې كې باراك اوبامانه يوازې په داخلی زمينې كې د اقتصادی شخړې د كنټرولولو لپاره كوم اوڅاره برياليتوب ترلاسه نه كړای شو بلكې په بهرنی ګر كې هم د سپينې ماڼۍ په سياستونو كې كوم بدلون نه دی ليدل شوی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش، د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت ا....سيد احمد خاتمی نن د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې په امريكا كې د باراك اوباما د ولسمشرۍ د څه د پاسه سلو ورځو پورا كيدا ته په اشارې سره ووئيل په دغې مودې كې باراك اوبامانه يوازې په داخلی زمينې كې د اقتصادی شخړې د كنټرولولو لپاره كوم اوڅاره برياليتوب ترلاسه نه كړای شو بلكې په بهرنی ګر كې هم د سپينې ماڼۍ په سياستونو كې كوم بدلون نه دی ليدل شوی. خاتمی زياته كړه ، د فلسطين په موضوع كې هم د امريكا د هماغو مخكينيو ولسمشرانو سياستونه تكراریږی او له ترهه ګر اسرائيلو څخه د امريكا ملاتړ ددغه هيواد په بهرنی سياست كې د بې ننګۍ داغ دی. د تهران د جمعې لمانځه خطيب ددې خبرې په كولو سره چې امريكائی عسكر د امنيت د ټينګولو په پلمه عراق ته ورغلی ديو،ئيل، امريكا د بعثيانو بيا واك ته په رسولو پسې ده او په عراق كې ترهه ګری د امريكا په شنې اشارې سره كیږی
ايت ا... احمد خاتمی ددې خبرې په يادولو سره چې د نړيوالو قوانينو په اساس هغه هيواد امنيت چې نيول كیږی د نيواكګرو په غاړه وی زياته كړه ، امريكا بايد د ۲۰۱۱ كال تر وروستيو پورې له عراقه ووځی خو وروستی ترهه ګر عمليات داسې سريزه ده چې نيواكګر غواړی د عراق پر چارواكو خپل شتون وتپی . هغه دغه راز ددې خبرې په كولو سره چې د ايران په وړاندې هم د امريكا دریځ بدل شوی نه دی ووئيل په دغې موضوع كې م باراك اوباما د جارجح بش پر پلهّ پښه كیږدی د تهران د جمعې لمانځه خطيب دغه راز د ايران په ضد د بنديزونو د سختولو په باب د امريكا د نوی خارجه وزيرې وروستيو خبرو ته په اشارې سره د امريكا واكوالانو ته په خطاب سره ووئيل ، په دغه ډول سياستونو سره څرنګه د خبرو اترو نغارې غږوئ ،دا دوه مخی سياست دی او تاسو له ايران سره په خبرو اترو پسې نه ياست او د ايران د چورتالان او لوټولو خيالی خوب وينئ خو دغه هيله به له ځان سره ګور ته يوسئ .
دا په دا سې حال كې دی چې د تهران د جمعې لمانځه په لسګونو زره ګډون كونكو "مړه دې وی امريكا" په شعار سره د ايت ا... احمد خاتمی امريكائی ضد څرګندونو پر ملاتړ ټينګار وكړ

377637
captcha