IQNA

د قدس د ملی جشنوارې عالی شورا د مسجدالاقصی په خوا كښې د كليسا جوړول وغندل

9:08 - May 02, 2009
د خبر لمبر: 1772424
نړيواله ډله: د قدس د ملی جشنوارې عالی شورا، په 2009 كال كښې د عربی نړۍ كلتوری پلازمينې، د رژيم صهيونيسټی د تاريخی مدرسې «التنكزية»(al-Tankazia) لاندې مسجد الاقصی سره د كليسه جوړول، وغندل.
د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له SANA یې نقلوی، د دې شورا په بيانیې كښې چې د فلسطين(وفا) په خوا خپره شوې ده داغلی دی: دا كار د عربو د مقدسو ځايونو په خلاف قدم اوچتول دی او د نړيوالو حقونو د قانون ماتول دی.

په دې بيانیې كښې راغلی دی: كومه كليسا چې رژيم صهيونيسټی جوړوی هغه به د نړۍ له ټولو لويه كليسا وی چې پكښې به نورې كليسا ګانې هم وی چې له څلویښتو مليونو ډالرو نه به پرې زيات رقم خرچ كیږی او له مسجد الاقصی په خوا كښې به د يو ديوال په شان وی.
397714
captcha