د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له SANA یې نقلوی، د دې شورا په بيانیې كښې چې د فلسطين(وفا) په خوا خپره شوې ده داغلی دی: دا كار د عربو د مقدسو ځايونو په خلاف قدم اوچتول دی او د نړيوالو حقونو د قانون ماتول دی.
په دې بيانیې كښې راغلی دی: كومه كليسا چې رژيم صهيونيسټی جوړوی هغه به د نړۍ له ټولو لويه كليسا وی چې پكښې به نورې كليسا ګانې هم وی چې له څلویښتو مليونو ډالرو نه به پرې زيات رقم خرچ كیږی او له مسجد الاقصی په خوا كښې به د يو ديوال په شان وی.
397714