IQNA

د بی بی زينب د زوكړې په هكله يوه ځانګړی ګڼه په اينټرنیټ كښې كیښودې شوه

9:22 - May 02, 2009
د خبر لمبر: 1772461
د مجازی فضا ډله: د شهيد اوينی اطلاع رسوونكی مركز او د حج د لبيك سایټ د حضرت زينب(س) د زوكړی په مناسبت بی بی سره خاصه ګڼه په دې سایټ كښې كیښوده.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د حضرت زينب سلام الله عليها، فضيلتونه او ځانګړتياوی او د يو بې څاری ورور د خوږې خور صفتونه او كمالات، د روايتونو له نظره او د هغه بی بی ژوند ليك د شهيد اوينی په سایټ كښې كیښودلی دی.

په دې كښې راغلی دی: حضرت زينب سلام الله عليها د امام علی ابن ابی طالب عليماالسلام او د بی بی فاطمه زهرا عليه السلام لور ده. خپل خوږ ژوند یې د مور پلار دګران نيكه (پيغمبر(ص)) او وروڼور (امام حسن او امام حسين عليهما السلام) په خوا كې شورو كړ. د پينځه كلنې نه د بی بی زينب سلام الله عليها د غم او سختيو ډك ژوند- د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم د وفات سره سم - شورو شو او د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم نه وروسته په ډيره كمه موده كې د داسې مور ليدونكې وه چې د ديوال او ور تر منځ یې فرياد كاؤ: اې فضه! ما ونيسه!
په زرګونو غمونه پرله پسې د بی بی زهرا د لور د وړوكی زړه ميلمه شو. د پلار نه یې د خلافت په زور اخستل، د علی ابن ابی طالب په زوره او پښې ابله جمات ته بوتلل، او هغه تازيانې چې مور یې په مټو خوړې او اخر دا چې د بی بی فاطمه زهراعليها السلام د شهادت غم، دې ټولو غمونو د بی بی زينب (س) ملا ماته كړه. ته به وایې لكه چې زينب بی بی د ژوند له سره داسې غمونه له جوړه شوه چې په راتلونكی ژوند كښې ورته يو لوی غم پروت وی.
هغه غمونه چې پلار یې اول نه هغه خبره كړې وه. يوه ورځ چې بی بی د تفسير درس ښودلو او د كهيعص تفسير یې كاوه نو پلار علی یې راغلو او ورنه یې د دې د تفسير په هكله پوښتنه وكړه او ورته یې وويل چې ماته د دې تفسير كولې شې؟
زينب بی بی ورته وويل: هو. علی عليه السلام وويل: اې زما د سترګو تورې!
دا ټكی په كربلا كښې د پيغمبرصلی الله عليه و آله وسلم په اهلبيتو باندې د راغلی مصيبت، په هكله اشاره كوی. او كيدې شی ويلی یې وی كاف نه مطلب كربلا دے. ها نه مطلب هلاكت، ياء نه مطلب يزيد دے چې په امام حسين عليه السلام به ظلم كوی عين نه مطلب عطش او تنده ده او ص نه مطلب صبر دے.

بی بی زينب د زمانې څپیړې وخوړې د دې لپاره چې د عاشورا پيغام ورسوی.
په هماغه ورځ چې د تره وزے عبدالله بن جعفر یې غوښتلو ته راغے ورسره یې دا شرط وكړ چې د امام حسين عليه السلام كور ته به په تللو كښې ازاده يم او هر كله چې هغه په سفر ځی نو زه به هم ورسره ځم. د امام علی عليه السلام او مشر ورور امام حسن عليه السلام شهادت هغه نوره غمجنه كړه. او بيا په شپيتم هجری كال كښې د سفر وخت راورسيد او ورور حسين سره له مدينې نه مكې ته او بيا له هغه ځايه د كربلا په لور روانیږی. په كربلا كښې د خپلو وروڼو او ورارونو شهادت په خپلو سترګو ګوری او عون او محمد چې د بی بی په جولۍ كښې لوی شوی دی له خپل وروره قربانه وی.
زينب بی بی دا هر څه ګوری او دا هر څه ورته دومره حوصله وركوی چې د عاشورا په ماځیګر ترې د قافلې ساروانه جوړوی. د يوولسم محرم په شپه د خيمو له سوزيدو وروسته، سره د ډېرو غمونو په ټیټه ملا د تهجدو لمونځ كوی او په سبا بيا امام سجادعليه السلام او نورو بنديانو سره د كوفې په لور روانیږی.
په كوفه كښې بی بی زينب (س) د ابن زياد دربار ته بوتلې كیږی او په داسې حال كښې دربار ته ننوځی چې لونډې ترې ګېر چاپير دی او ابن زياد ته توجه او پام نه كوی. ابن زياد له دې بې توجهې ډېر خفه كیږی نو سره د دې چې هغه بی بی یې پيژندلې وه بيا هم تپوس كوی دا مغروره بی¬بی څوك ده.؟
څوك ورته ځواب نه وركوی.
بيا تپوس كوی خو بيا هم څوك ځواب نه وركوی او په دريم ځل چې كله تپوس وكړی نو يوه ښځه ورته ځواب وركوی: دا بی¬بی زينب د علی لور ده.
عبيدالله وايی: زه د خدای شكر وباسم چې تاسو یې خوار كړئ او ستاسو دروغ یې څرګند كړل.
بی بی زينب ورته په ډېرې زړه ورتيا سره ځواب وركوی: مونږ د خدای شكر وباسو چې مونږ ته یې شهادت نصيب كړ او فاسقان یې وشرمول. مونږ په خپل ټول عمر كښې دروغ نه دی ويلی او دروغ د فاسقانو كار دے. بی بی زينب په شام كښې هم د يزيد په دربار كښې هم يوه ډېره ښه او ګرمه خطبه وركړه، او د يزيد د شرم نغاره یې وهله، سره د دې چې د يو ډېر لوی ظالم په بند كښې وه خو بيا یې هم خلكو كښې داسې جذبه پيدا كړه چې د معاويه د زوی د حكومت بنيادونه یې ولړزول.
په ظاهره خو داسې ښكاريده چې يزيد باچا دے او بی¬بی بنديوانه، خو په حقيقت كښې د بی¬بی زهراء(س) لور، د يزيد نه سا وباسله او يزيد یې دې مجبور كړ چې د خپل حكومت د ختميدو له ويرې د بنديانو كاروان مدينه ته واپس كړی.
كله چې كاروان مدينې ته راغے نو ټولو ته پته وه چې كوم ځای ته ځی. كاروان د مسجدالنبی په لور لاړ.

دا سایټ دلته كتلی شئ
captcha