IQNA

ملګرو ملتونو رژيم صهيونيسټی ته د فلسطينيانو د كورونو د ورانولو په هكله خبرداۍ وركړ

9:00 - May 03, 2009
د خبر لمبر: 1772981
نړيواله ډله: ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د غويی د مياشتې په 11 نیټه له اسرائيلو وغوښتل چې په بيت المقدس كښې دې د فلسطينانو كورونه ورانول بند كړی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) چې له «اسلام آنلاين» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د ملګرو ملتونو د انسان دوستانه چارو دفتر په دې بيانیې كښې ويلی دی: اسرائيلی مشران دې بايد د فلسطينانو كورونه ورانول زر ترزره بند كړی او په ختیځ بيت المقدس كښې دې فلسطينانو ته د ځای وركولو پروګرام وكړی.

اسرائيليان هر كال د فلسطينيانو زيات كورونه په دې بهانې ورانوی چې هغوی ته اجازت نشته.

د دې ګزارش پر اساس كه اسرائيل د كورونو ورانولو ته ادامه وركړی نو تقريبا شپيته زره فلسطينيان به بې كوره شی.
398075
captcha