IQNA

په كربلا كښې امام سجاد(ع) سره منسوب قران په نندارتون كښې كیښودی شو

8:48 - May 04, 2009
د خبر لمبر: 1773530
نړيواله ډله: د اسلام د پوهانو او ليكوالانو د زړو او تاريخی ليكونو او نسخو نندارتون چې پكښې امام زين العابدين(ع) سره منسوب قران هم دی د غويی د مياشتې په 12 نیټه د كربلا په ښار كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبر اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له اصوات العراق خبری اژانس یې نقلوی، د دې نندارتون مشر علی الخباز د دې نندارتون په هكله په خبرو كښې وويل: دا نندارتون د حضرت عباس(ع) د مزار مخې ته په دې غرض شورو شوې ده چې خلك دا ګرانبيه نسخې وګوری.

هغه دې ته پام چې دا ګرانبه اثار دې ته اړمن دی چې د دې لپاره ميوزيم جوړ شی او د دې د حفاظت لپاره كسان وروزل شی.

په دې نندارتون كښې موجود څيزونه له لومړۍ سلمې تر څوارلسمې سملې پورې دی.
398561
captcha