IQNA

احمدې نژاد: نړيوال استكبار نن سبا په نړۍ واكمن د ظالمانه نظام په دفاع كې دی

8:42 - May 04, 2009
د خبر لمبر: 1773543
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی ډاكټر محمود احمدی نژاد نن د تهران د لويدیځ كرج خلكو په غونډه كې په دی وروستيو كلونو كې د دښمنانو ګواښونو ته اشاره وكړه او ویې ويل هغوئ دا ګومان كاوه چې د عراق او افغانستان په نيواك سره په ايران د يرغل لپاره سريزې برابرولای شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشرۍ ويب پاڼې یې نقلوی ښاغلی احمدی نژاد پرون په يو غونډې كې وويل چې نړيوال استكبار نن سبا د دفاع په دریځ كې دی، نه د خپلو روا او قانونی حقوقو په دفاع كې، بلكه په نړۍ واكمن ظالمانه نظامه په دفاع ، د توكمپالنې د نظام ، د آمنيت شورا له ظالمانه دریځ، يو اړخيز اقتصادی نظام، زور وينو او چورتالانه دفاع كوی چې دا شپيته كاله كیږی په نړۍ واكمن دی.
د اسلامی ايران ولسمشر احمدې نژاد د ايران اټومی بريا په نړيوال استكبار درستو مظلومو ملتونو بريا وبلله او ویې ويل نن سبا انقلابی حركت او مفكوره او د آزادۍ او عدالت غوښتنې مفكورې د سلطې د نظام غاړه نيولی ده.
ډاكټر محمود احمدی نژاد صهيونست رژيم او د دغه رژيم ملاتړو ته په خطاب كې وويل هغوئ بايد پوهه شی چې شپيته كاله یې دروغ ويلی دی او د ملتونو د غولولو هڅې یې كړی دی څو د صهيونست رژيم په نوم جراثيم جوړ كړی.
ښاغلی احمدی نژاد زياته كړه صهيونست رژيم له تيرې، وژلې، ترور او ګواښ پرته بل كار نلری.
هغه وويل د صهيونست رژيم او د هغه د ملاتړو د وزرويلو وخت نور تير شوی دی او د حقيقت له منلو پرته بله لاره نلری.
398744
captcha