IQNA

د افغانستان ولسمشر په دې هيواد كې په اسلامی وحدت او يووالی ټينګار وكړ

8:43 - May 05, 2009
د خبر لمبر: 1774087
سياسی او ټولنيزه ډله: د افغانستان ولسمشر حامد كرزئی تيره ورځ د ولسمشرۍ ماڼې كې په يو ناستې كې په دې هيواد كې په اسلامی وحدت او يووالی ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د افغانستان د شيعه ؤ عالمانو يو پلاوې تيره ورځ د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد كرزئی سره ليدنه وكړه په دې ليدنې كې د افغانستان د شيعۀ و عالمانو ولسمشر ته خپلې ستونزې بيان كړې.
په دې ليدنې كې د شيعه ستر عالم ښاغلی مولانا حجت الاسلام " ابراہيمی" په دې هيواد كې په اسلامی وحدت او يووالی ټينګار كولو سره له حكومت غوښتنه وكړه چې هغوې دې له دې هيواده د كينې او اختلافاتو جرړې ختمې كړی.
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد كرزئی هم په دې ليدنې كې د افغانستان د شيعه ؤ د ستونزو د ختمولو باور وركړ او د ولسمشر لومړی مرستيال ښاغلی " كريم خليلی " ته یې د شيعه و د ستونزو د حل كولو لپاره د يو كميشن د جوړولو حكم وركړ.
398847
captcha