IQNA

د شهيد مرتضی مطهری د شهادت په مناسبت په پاكستان كې كانفرنس تر سره شو

9:04 - May 06, 2009
د خبر لمبر: 1774587
سياسی او ټولنيزه ډله: د 2009 ميلادی كال د مئی مياشتې په 3 نیټه د امام حسين كمپليكس لخوا د شهيد مرتضی مطهری د شهادت په مناسبت په اسلام اباد كې يو كانفرنس تر سره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په اسلام اباد په امام حسين كمپليكس كې تر سره شوې كانفرنس كې د ايران استاذانو او محصلانو هم ګډون وكړ
همدا رنګ په دې كانفرنس كې په پاكستان كې د ايران سفير ښاغلی" ماشاءاللہ شاكری" او د ايرانی كلتوری مركز خانه فرهنګ مشر ښاغلی " مرتضی صاحب فصول" ويناوې وړاندې كړې.
د " ماشاء اللہ شاكری" وينا موضوع "په اولس كې تعليم او زده كړې رول" ؤ او د" مرتضی صاحب فصول" د وينا موضوع د شهيد مرتضی مطهری افكارو وو.
399482
captcha