IQNA

آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی: ښه اعتراض كول، د امر بالمعروف و نهی عن المنكر يو قسم دی

9:03 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775314
سياسی او ټولنيزه ډله: آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی ويلې دی چې په ټولو حكومتونو اعتراض كيدای شی او ښه اعتراض خو د امر بالمعروف و نهی عن المنكر يو قسم دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی د ميلادی كال 2009 د مئی مياشتې په 7 نیټۀ په قم سپیڅلی ښار كې د خپل د فقهې د خارج درس په سر كې وويل كه چرې اعتراض ښه نه وی او د احترام او درنښت له حدودو ووځې نو يوازې دا چې ګټه ور نه دې بلكې ستونزو د زياتيدا سبب ګرځې.
د شيعه ؤ سترنړيوال مجتهد آيت اللہ العظمی مكارم شيرازی زياته كړه په اعتراض كې كينه او نفاق بايد نه وی خو ښه اعتراض كول، د امر بالمعروف و نهی عن المنكر برخه دی.
د شيعه ؤ سترنړيوال مجتهد د بی بی زهراء سلام الله عليها د شهادت په مناسبت سره په خبرو كې ټينګار وكړ چې مونږ بايد د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم د ګرانې لور فاطمه الزهراء غم او شهادت كليزه په ښه ډول ولمانځو.
400954
captcha