د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د امريكې پوځيانو دا ډله په افغانستان كې د عيسايت دين د تبليغ او پراختيا كې لګيا دی دا په داسې حال كې چې امريكې پوځيان د خپل نوكری په وخت كې د دين تبليغ نشی كولای او دې كار لره هیڅ اجازه نه لری.
په افغانستان كې ځينې هغه پوځيان چې د پروټسټان عيسای مذهب سره تعلق درلود د افغانستان په سمه ايزو ژبو كې ژباړه شوې انجيل د ويشولو په وخت ليدلی شوې دی.
له دې پرته د امريكې د هوايی پوځ د يو پوځی نورو پوځيانو ته په افغانيانو باندې د انجيل د تقسمولو ښودنه كولو په وخت يو فيلم كې ښودلې شوې دی.
يادونه كوو چې د امريكې د بنيادی قانونو او د امريكې د پوځی قانونو سره سم د امريكې پوځيان د خپل دين تبليغ نشی كولای. او په دې هكله ورباندې بنديز دی.
400351