IQNA

ښځه د قرآن په رڼا كې سيمينار نن په كابل كې شورو شو

8:53 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775320
ټولنيزه او نړيواله ډله: ښځه د قران په رڼا كښې سمينار د افغانستان د ښخو د چارو د وزارت او د شهيد بلخی د پاونډيشن او په كابل ښار كښې د جمهوری اسلامی ايران د كلتوری مركز په مرسته ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د دغې هيواد له خبری اژانس یې نقلوی، دغه دوه ورځنی سيمينار نن د افغانستان د ښخو د چارو د وزارت په مرسته د افغانستان د ولسمشر كرزی د مرستيال كريم خليلی ، په كابل كې د اسلامی ايران د سفير فداحسين مالكی ، د افغانستان د ملی پارلمان د يو شمير استازو ، او د قرآن په برخه كې د افغان پوهانو ، ميرمنو او څیړاندو په شتون سره پيل شو

د دغه سيمينار هدف د ميرمنې د شخصيت په باب د اسلامی معارفو بيانول او د عمومی افكارو روښانه كول اعلان شوی دی .

د افغانستان د ښځو چارو وزيری ميرمن حسن بانو غضنفر په اسلامی هيوادونو كې ددغه ډول سيمينارونو جوړول د مسلمانانو تر مينځ د ورورګلوۍ او وحدت لامل وباله او ویې ويل قرآن يوازينی قانون دی چې انسان له بدبخيتو ژغوری او په ښو اخلاقو یې سينګاروی .

هغې وويل قرآن ښځې ته عزت او اعتبار وركړی چې په دغه الهی كتاب كې په ښځو هر ډول ظلم او تيری ناروا بلل شوی دی .
401011
captcha