IQNA

په امارات كښې "د مسلمان د شخصيت په روزنې كښې د قران د علمی اعجاز اهميت" څیړلی كیږی

8:57 - May 08, 2009
د خبر لمبر: 1775330
نړيواله ډله: "د مسلمان د شخصيت په روزنې كښې د قران د علمی اعجاز اهميت" علمی ناسته د غويی د مياشتې په ١٥ نیټه د امارات په دبۍ ښار كښې د مصری قران څیړاندی «زغلول النجار» په ګډون سره ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د امارات له رسمی خبری اژانس (WAM) یې نقلوی، دا ناسته د دوبۍ د نړيوال مركز «أهل القرآن» د اسلامی چارو او خيریې د ادارې په مرسته ترسره شوه. چې پكښې د اسلامی هيوادونو پوهانو، د قران د علمونو د متخصصانو او صاحب نظرانو او د قرانی كارونو ښځو په ګډون سره ترسره شوه.
400789
captcha