د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د عربستان له «الإقتصادية» ورځپاڼې یې نقلوی، «رودنی ويلسون» يوه مقامله د «اسلامی بانكداری؛ د مخپرتګ هيلې او اميدونه» خپره كښې چې پكښې ليكی: په واشنګټن كښې د شلم ټولی د غويی د مياشتې پينځمه ناسته چې پكښې اووه صنعتی هيوادونه، جرمنی، كنیډا، امريكا، فرانس، انګلينډ، ایټلی جاپان او نور اقتصادی هيوادونو ګډون وكړ، د دې ناستې نتيجه بې له دې بله نه وه چې اسلامی بانكدارۍ ته مزبوتيا وركړی.
هغه زياته كړه: اسلامی بانكداری يو داسې صنعت وګاڼه چې د مخپرتګ په لور روان دی او اسلامی مؤسسې او بانكونه د كركيچونو په وړاندې په اداره كولو او چليدو كښې بيلګه توان لری.
401686