د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د افغانستان د څانګې د يو راپور پر اساس، په دې مظاهرو كې د پكتيا ولايت په سلګونو اهل سنت وروڼو له ناټو مشرانو او يورپه د مسلمانانو په چارو كې د لاسوهنې په وجې د معافۍ غوښتنې سره اعلان وكړ. چې د شيعۀ ؤ د ځانی احوالو قانون، د اسلامی قانونو سره سمون لری او مونږ چا په هغې كې د لاسوهنې اجازه نه وركوو
د پكتيا ولايت هغه ولايت دی چې سل فی صده خلق یې اهل سنت دی. هغو د دې قانون د زر تر زره د اجرا كولو غوښتنه وكړه
د پكتيا ولايت يو ستر عالم ښاغلی مولوی «ملك محمد» د مظاهرې كوونكيو په غونډې كې وويل چې بهرنی خلك زمونږ په كورنيو چارو كې لاس وهی حال دا چې د داسې كار هیڅ حق نلری. او اوس خبره دې ته راورسيده چې زمونږ په اسلامی احكامو كې هم لاس وهی او د اسلام سپكاوې كوی.
هغه زياته كړه چې د الله تعالی كتاب او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و آله وسلم سنت زمونږ لپاره روښانه لاره ده او د حنفی فقه او جعفری فقه د قران تفصيل او تشريح دی او عيسايان او يهوديان د زمونږ په چارو كې لاس وهنې حق نلری.
401004