د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش، د سلامی ايران ولس مشر بیګا په د مشق كې له فلسطينيو ډلو سره په كتنه كې په دی په ټينګار سره چې صهيونست رژيم او ددغه رژيم ملاتړې په نسكوريدو دی وويل اسلامی هيوادونه بايد په دسرت توان او بيلا بيلو امكاناتو په كارولو سره د فلسطين له ملت او مقاومت څخه ملاتړ وكړی .
د اسلامی ايران ولسمشر وويل د صهيونست رژيم بنسټ ایښودونكې د فلسطين د مسئلې د حل لپاره ښه مينځګړې نه شی كيدلای . هغه وويل د صهيونست رژيم او د صهيونستانو د ملتړو منطقو په نړۍ كې ماتی خوړلی ده او كه څوك له دغه رژيم څخه منطق غواړی ضرور به ماتی وخوری .
د فلسطينيو ډلو استازو هم په دغه كتنه كې ټينګار وكړ د صهيونست رژيم او امريكا په وړاندې د متحدی جبهی برابرول اړين دی .
د فلسطينيو ډلو استازو د فلسطين د بې ګناه ملت په وړاندې د اسلامی ايران د ملاتړ او دریځ قدرونه وكړه او ویې ويل د صهيونست رژيم او ددغه رژيم د ملاتړو د هويت ښكاره كول او د مقاومت د پياوړتيا ساتل په صهيونستانو د بريا لارې چاری دی .
401009