د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د قم د څانګې د يو راپور پر اساس، ستر دينی مرجع ايت ا... ناصرمكارم شيرازی نن د مسجدالحرام د جمعې امام د وروستۍ مركې په غبرګون كې په يوه كتبی پيغام كې ټينګار وكړ چې تكفيری وهابيان د شيعيانو، بلكې د اهل سنت د ځينو مكتبونو پيروان كافر بللو ته مخه كوی او د بې ګناه خلكو د وينو د تويولو سبب كیږی.
د دغه لوی دينی مرجع په پيغام كې راغلی دی د دغو پّيلو وهابيانو دغه كار داسې شی دی چې د قيامت په ورځ به د ځواب لپاره ورسره هیڅ نه وی او په دې دنيا كې دا داسې كار دی چې يوازې د اسلام دښمنان په تيره بيا په اسلامی نړۍ د درز اچونكی استعمارګر ترې خوشالیږی.
ستر دينی مرجع ايت ا... ناصر مكارم شيرازی وويل: دا كار يوازې د اسلامی نړۍ يووالی او اتحاد ته د تاوان رسولو په موخې سره شوی او دغه ساده عالمان نه پوهیږی چې په حقيقت كې د چا لپاره خدمت كوی بايد له دغه ډول عالمانو اسلامی نړۍ هوښياره او ځيره ووسی.
402766