د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د بالكان څانګې په ګزارش، د بالكان په سيمو كښې د اسلام خپريدل يوه داسې مسله ده چې تل یې د كارپوهانو پام ځانته اړولی دی او بوسنيا هرزګوينا داسې هيوادونه دی چې له 30 كاله وروسته جنګ یې اوس د دين وخت په لاس راغلی دی.
د «نيويارك ټايمز» ورځپاڼې د بوسنيا او هرزګوينا د مسلمانانو په هكله ليكلی دی: د مسلمانانو دا غونډه چې ديرش كاله ورباندې داسې جنګ تير شو چې پكښې له يو لاكو زيات كسان ووژل شول چې ډېر پكښې مسلمانان وو، اوس د اسلامی حركت په وخت كښې ژوند كوی.
په دې هيوادونو كښې له جنګ ختميدو وروسته لسګونو دنی مدرسې جوړې شوې او پكښې جماتونه د اسلامی مركزونو په توګه ډېر اوچت شول. د ملك فهد اسلامی مركزچې 28 مليونه ډالر ورباندې ولګيدل په دې وخت كښې جوړ شو او خپل كلتوری، اسلامی او ورزشی كارونه یې شورو كړی دی.
د اسلام د پراختيا لپاره په بوسنيا هرزګوينه كښې كوښښ
د بوسنيا او هرزګوينا مسلمانان تل د اسلام د خپريدو لپاره هڅه كوی.
د بوسنيا د مسلمانانو لوی مفتی «مصطفی افندی» د صربيانو په لاس د مسلمانانو عام وژنه د بوسنيا د تاريخ يوه ډېره مهمه پیښه وګڼله او ویې ويل:
«صربستان زمونږ د مسلمانانو عام قتل كړی دی او زمونږ زمكې یې غصب كړې او مونږ یې پناهندګان او مهاجر جوړ كړی يو او اوس هم په دې هيواد كښې قوميتی قانون نافذ دی چې مونږ ته خپلو قاتلانو سره د ګډ ژوند حكم راكوی، مونږ د بوسنيا مسلمانان اوس هم دا احساس كوو چې په سارايوو كښې محاصره او ګير وو».
د بوسنيا او هرزګوينا مسلمانان كه څه هم بيلا بيل نسلونه لری خو ځان ټايی والا صربستانيان او بوسنيان نه ګڼی او يوازې د مسلمان يا كاتوليك په نامه هغوی يادیږی.
د سارايوو په ښار كښې د كميونيسټی انقلابونو په سبب د ډېرو روډونو نامې بدلی شوی خو كله چې بيا مسلمانان راغلل او په اسلام باندې یې د ټينګار په سبب بيا د دې ځايونو نامې زړې اسلامی نامې كړی.
د دې ګزارش په اخر كښې راغلی دی: كوم څه چې پكښې له ټولو زيات حيرانوونكی دی هغه دا چې د بوسنيا او هرزګونيا خلك ډېر په تيزۍ سره د اسلام په لور روان دی او اسلام پكښې خپریږی او همدا سبب دی چې بوسينا او هرزګوينا په بالكان كښې په اسلامی چارو كښې په يو ډېر مهم هيواد باندې بدل شوی دی.
395260