IQNA

حسن قشقاوی: ايران د عراق د سياسی او اقتصادی پرمختګ او ملی واكمنۍ ملاتړی دی

8:51 - May 12, 2009
د خبر لمبر: 1777173
سياسی ډله: د ايران د خارجه وزارت ويندويی په عراق كې د ايران د لاسوهنې په اړه د واشنګټن وروستۍ ادعاګانی په عراق كې د امريكا د ناكاميو دوام وباله .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی حسن قشقاوی نن له كورنيو او بهرنيو خبريالانو سره په خپله اونيزه مركه كې په عراق كې د ايران د لاسوهنې په اړه د ځينو امريكايی چارواكو وروستۍ ادعاګانی رد كړی او ویې ويل په عراق كې د امريكا بيلا بيلو ماتو ته په پام سره د هغوئ لخوا دغه ډول آوازې يوه طبيعی ښكارنده ده .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل ايران د عراق ملی واكمنۍ ته درناوی كوی او په خپل درست توان سره د عراق د حكومته له پياوړتيا او ملی واكمنۍ څخه ملاتړ كوی.
حسن قشقاوی زياته كړه تمه كیږی د عراق چارواكې هم په ډير حساسيت سره د پولو د امنيت په تيره بيا د ترهه ګرو ډلو خوځښتونو ته پام وكړی .
د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی ټينګار وكړ اسلامی ايران تل په عراق كې په سولی، ثبات او آمنيت پسی دی او ايران د عراق د سياسی او قتصادی ودی او سولی او ثبات د ساتونكو ، ملاتړو او دوستانو په سر كی دی او د دې چارې دليل هم د عراق او ايران د ګډی يو زر او دری سوه كيلومټره پوله، د كاری ځواك لپاره د فنی او انجينری خدماتو وړاندې كول او عراق ته د ايرانيو زيارتوالو سفر وباله چې امنيت د دغه ملګرتياوو يوه اړتيا ده.
د اسلامی ايران د خارجه وزارت ويندويی د خبرو اترو د پيلولو لپاره واشنګټن ته د ځواب وركولو لپاره تهران ته د دری مياشتنې اولتې ماتوم د وركولو لپاره د امريكا لخوا د ليك ترلاسه كول رد كړل او ويی ويل دا مسئله دروغ ده.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی حسن قشقاوی د ايرانيو زيارتوالو لخوا د ګوتی د لګولو او د عربستان د پوليسو د چلند په اړه د خپرو شويو خبرونو په هكله وويل په رياض كې د اسلامی ايران سفارت او په جده كې د ايران قونصلګری اوس ددغه موضوع په جاج بوخت دی او د ثبوتونو او سندونو له وړاندې كولو وروسته به لازم اقدامات وشی .
حسن قشقاوی د صهيونست رژيم د پلازمينې په توګه د بيت المقدس د پراختيا لپاره د دغه رژيم پټو طرحو په اړه وويل توكمپال اهداف او ایډيالونه د صهيونست توكمپال رژيم د اهدافو لومړيتوب دی .
د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت ويندويی حسن قشقاوی د اسلامی ايران د ولسمشرۍ د ټاكنو په اړه د ځينو بهرنيو خپرونو د اټكلونو په اړه وويل د انتخاباتو ښه والی دا دی چې په هيواد كې دننه او بهر اټكلونه مطرح كیږی.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی وويل د انتخاباتو ډګر آزاد دی او درستې رسندويی خپل نظر اعلانولای شی.
هغه وويل په هيواد كې دننه هم رسندويی په آزاد ډول او په ډاګه خپل دریځ اعلانوی او د ټولو تر مخ د كورنيو او بهرنيو ، اقتصادی او كلتوری سياستونو په هكله نظر څرګندونې كیږی.
403345

captcha