ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفترله اطلاع رسولو مركز یې نقلوی، حضرت آيت ا.... العظمی خامنه ای نن سهار په سنندج كې د كردستان ولايت د روحانيونو، عالمانو او زده كونكو په ټول كې د دين عالمان د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ او اصلاح مخكښان وبلل او له عالمانو او روحانيونو یې وغوښتل چې د طاغوت له ټولو نښو سره مبارزه وكړی.
د اسلامی انقلاب ستر مشر وفرمايل، اوس استكبار د ګواښ د تورې پر ښودلو سربيره، پرملتونو د خپلو ستمګرو رودو او غلط فكر د تپلو لپاره له ټولو رسندويو او له پرمختللو هنری او كلتوری رودو استفاده كوی چې د دې پيچلی تيری په مقابل كې عالمان هم د خلكو د هدايت لپاره بايد ځانونه له وخت سره برابر كړی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د اسلامی ايران د نابودۍ او يا د هغه د پرمختګ د مخنيوی لپاره تمه ، د پرديو نابوده شوې هيله وبلله او څرګنده یې كړه چې اسلامی انقلاب له ټول دسيسواو ستونزو سره سره تل پاتې شو او د بنيادی حجرو او فضا ته د سپوږمكی د استولو په شمول د علمی حيرانونكو پرمختګونو په سيور ی كې د ملتونو په پرمختګ كې د دينی حكومت توانمندی ثابته كړه او د مسلمانانو د عزت او وياړ سبب شو.
داسلامی انقلاب ستر مشر حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای له اسلامی نظام سره د اسلامی نړۍ د پوهانو او زده كونكو او ملتونو د زړه له كومې ګروهنه، له اسلامی ايران سره د سيمې د ځينو مرتجع حكومتونو د مستكبرينو د غليمانه مقابلې له علتونو وبلل.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د دوست او دښمن په پيژندلو كې د هوښيارۍ پرضرورت په ټينګار سره زياته كړه، د غزې په ۲۲ ورځنی جنګ كې د فلسطين له مظلومو خلكو د ملت او نظام د ملاتړ په ا وج كې، ناڅاپه يو ورانونكی او شيطانی ويروس په ټولنې كې په زياتيدا پيل وكړ، چې فلسطينيان یې د اهل بيتو عليهم السلام دښمن بلل، چې د اهل سنت په مقابل كې د بد بينۍ په رامنځته كولو او د خلكو په هڅولو سره، اسلامی ايران له فلسطينی ملته په ملاتړ نه كولو كې له خپلو دریځونو په شاتګ ته مجبوره كړی.
يادونه كوو چې په دې غونډه كې د سنندج د شيعه او سنيانو دواړو دينې عالمانو په زيات شمير سره ګډون وكړ او د اهل سنتو د دينې عالمانو د ايران ستر لارښود ته هركلې وويل.
404895