IQNA

ايت الله كاشانی: امريكا او اسرائيل، د شيعه او سنيانو په مينځ كې اختلاف پيدا كولو ته هيله من دی

9:00 - May 17, 2009
د خبر لمبر: 1778573
سياسی ډله: ايت ا... محمد امامی كاشانی نن د تهران د جمعې مباركې د لمانځه په خطبو كې د نړۍ د مسلمانانو پر وحدت او يووالی ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت ا... محمد امامی كاشانی نن د تهران د جمعې مباركې د لمانځه په خطبو كې وويل چې دښمنان تل د مسلمانانو پرضد دسيسې جوړوی، او د امريكا او صهيونېست رژيم چارواكی او د هغوی ملاتړی د مسلمانانو په مينځ كې اختلاف پيدا كولو ته هيله من دی او په اهل سنت او اهل تشيع مسلمانانو كې د درځ اچولو هڅه كوی خو دغه هيلې به ګور ته يوسی.
د خبرګانو د مجلس او د نظام د مصلحت د پيژندنې غونډې غړی ښاغلی ايت الله امام كاشانی په وينا نړۍ اوس پوهیږی چې اسلامی نظام څومره درون او ځواكمن دی.
د تهران د جمعې خطيب ښاغلی ايت الله امام كاشانی زياته كړه چې لوېدیځ هيوادونه او ځينې عربی چارواكی او د هغوی لاسپوڅی د اسلام له پراختيا اندېښمن دی او پوهیږی چې اسلامی نظام، نړيوال ځان ته وركاږلی او د اسلامی نظام دغه ځواكمنتيا د هغوی لپاره وژونكی ګوزار دی.
د تهران د جمعې د لمانځه خطيب او د خبرګانو د مجلس او د نظام د مصلحت د پيژندنې غونډې غړی د ايران په لوېدیځ كې كوردستان ولايت ته د اسلامی انقلاب د ستر مشر د سفر په يادولو سره د اسلامی انقلاب له برياليتوب مخكې پر كوردانو د پهلوی پاچا د ظالم رژيم ظلموته هم اشاره وكړه او زياته یې كړه چې د اسلامی نظام په سيوری كې د ايران ټول ولس عزتمن او سرلوړی شو.
دغه ډول ښاغلی ايت الله امام كاشانی له راتلونكې يوې مياشتې نه په لږ وخت كې د اسلامی ايرن د ولسمشرۍ ټاكنې هم يادې كړې او په دغه ټاكنو كې یې د خلكو پراخ شتون او په ډېری رايو سره د ولسمشر ټاكنه د اسلامی نظام پر ضد د دښمنانو د دسيسو شنډېدا وبلله.
405446

captcha