IQNA

9:07 - May 23, 2009
د خبر لمبر: 1781662

شيعو باندې د كفر د فتوا لږلو د سزا لپاره خاص رسمی قانون ليكل

نړيواله ډله: د عربستان د ښار 600 پوهانو پرون د غويی د مياشتې په 29 نیټه يوه بيانيه وباسله چې پكښې یې د مسجدالحرام د جومات د امام «عادل الكلبانی» په شيعو باندې د كفر فتوا وغندله او غوښته یې وكړه چې څوك شيعو باندې د كفر فتوا لږوی د هغوی د سزا لپاره دې يو خاص قانون جوړ شی.

د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې له راصد خبری اژانس یې نقلوی، د سعودی عرب شيعو په دې بيانیې كښې د عربستان له حكومته غوښتی دی، چې عادل الكلبانی دې د ترهه ګرۍ جوړولو په وينا باندې او په شيعو باندې د كفر فتوا لږولو په سزا كښې محاكمه شی.

په دې بيانیې باندې لاسليك كوونكيو د الكبانی د تكفير په خبرو د عربستان په چپتيا باندې د حيرانتيا ظاهرونه وكړه او دا كار یې د عربستان د مفتيانو د شيعو په كافر ګڼلو كښې د لازيات د تيزۍ سبب وګاڼه.

د عربستان شيعو د دې خبرې څرګندونه وكړه چې عادل الكبانی يو ځل بيا د بی بی سی ټی وی سره په خبرو كښې خپل منحرف او ګمراه فكرونه بيان كښې چې په مسلمانانو كښې د مذهبی تيرورسټۍ سبب كیږی او د عربستان د مسلمانانو وحدت او ورسره خرابیږی.

د عربستان د ښار 600 پوهانو پرون د غويی د مياشتې په 29 نیټه يوه بيانيه وباسله چې پكښې یې د مسجدالحرام د جومات د امام «عادل الكلبانی» په شيعو باندې د كفر فتوا وغندله او غوښته یې وكړه چې څوك شيعو باندې د كفر فتوا لږوی د هغوی د سزا لپاره دې يو خاص قانون جوړ شی.
«شيخ فيصل العوامی»، «شيخ محمد حسن الحبيب» و «سيد ماجد السادة» له هغې شيعو عالمانو څخه دی چې په دې بيانیې كې لاس ليك كړی دی.
408306
captcha