IQNA

په بحرين كښې د اسلامی مالی موسسو نړيواله ناسته شورو شوه

9:04 - May 23, 2009
د خبر لمبر: 1781666
نړيواله ډله: په نړۍ په اسلامی مالی موسسو باندې د ناظرو دينی انجمنونو اتمه نړيواله ناسته د غويی د مياشتې په 29 نیټه د بحرين په منامه ښار كښې شورو شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په ګزارش چې د بحرين له رسمی خبری اژانس (gna) یې نقلوی، په دې نړيوالې ناستې كښې، په اسلامی بانكونو او مالی مؤسسو باندې ناظر د دينی انجمنونه نمايندګان ګډون كوی.

همدارنګ به په دې ناسته كښې د اسلامی مالی خدمتونو خنډونه، په نړۍ كښې د اسلامی بانكدارۍ پرمختګ او پراختيا، په اسلامی بانكونو او مالی موسسو كښې د شرعی نظارت مزبوتيا او د مالی او تجارتی معاملو د اسلامی شريعت په قانونو لاګو كولو باندې خبرې اترې كیږی.

دا ناسته د بحرين د مركزی بانك او د پراختيا د بانك په مرسته ترسره شوې او د غويی د مياشتې په 30 نیټه به ختمیږی.
408278
captcha