IQNA

په افغانستان كښې د غير اسلامی سایټونو د فيلټر كيدو سسټم شورو شو

9:01 - May 23, 2009
د خبر لمبر: 1781668
د كلتور او هنر ډله: د افغانستان د مخابراتو وزير د غير اسلامی او غير اخلاقی سایټونو په خلاف په دې هيواد كښې د فلیټر د شورو كيدو په هكله خبر راكړ.
د ايران د قرانی خبر اژانس ايكنا د جمهوری اسلامی افغانستان د څانګې په ګزارش، د افغانستان د مخابراتو وزير «اميرزی سنگين» په دې هكله وويل: مونږ دا هڅه كوو چې په افغانستان كښې اينټرنیټ په داسې طريقه وچلوو چې غير اخلاقی څيزونه كورنيو او ټولنیې باندې كمې اغيزې ولری.

هغه همدارنګ هغه كسان وغندل چې ځوانانو ته د غير اسلامی سایټونو تبليغ كوی.

د دې ګزارش پر اساس د افغانستا په لويو ښارونو كښې اينټرنیټ استعمال او مركزونه ډېر په تيزۍ سره زياتیږی او د بدې ګټې د نه اخستلو لپاره یې هیڅ قانون نشته.
407776
captcha