IQNA

احسان اوغلو له اسلامی هيوادونو د فلسطينيانو حمايت وغوښته

8:56 - May 24, 2009
د خبر لمبر: 1782156
نړيواله ډله: د كانفرنس اسلامی د غونډې سترسكتر اكمل‌الدين احسان‌اوغلو پرون د جمعې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په 1 نیټه په دمشق كښې په يو پريس كانفرنس كښې له اسلامی هيوادونو د فلسطينانو اقتصادی او سياسی حمايت وغوښت.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) چې د كويت «KUNA»، له خبری اژانس یې نقلوی، احسان اوغلو په سوریې كښې د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناسته كښې د ګډون په غرض دې هيواد ته راغلی دی.
په دې خبری ناسته كښې هغه وويل: اسلامی هيوادونو بايد د فلسطين سياسی او اقتصادی ملاتړ وكړی چې د صهيونيسټی رژيم په مقابله كښې د ودريدو توان ولری او په قدس شريف كښې د يهوديانو د اباديدو مخنيوه وكړی.

هغه همدارنګ ټينګار وكړ چې د صهيونيسټی رژيم پر خلاف دې د معقول قطعنامې لپاره قدم اوچت كړی.
409521
captcha