د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) چې له راصد خبری چينل یې نقلوی، «محمود الموسوی» د عربستان د قران څیړاندې او ليكوال، د «البصائر» قرانی رسالې غړې او په عربستان كښې د «الامام القائم(عج)» علمی حوزې استاذ چې په «العواميه» سيمې كښې ده، هغه خبری اژانس سره په خبرو كښې وويل: دا دوه توكه تفسيرونه د يو بل مخالف نه دی بلكه د دې دوو توكو تفسيرونو رابطه د كل او د جز رابطه ده.
هغه د قران د تفسير دوه طريقې وښودی لومړۍ طريقه یې تفسير موضوعی ده چې په قران كښې د يو موضوع په هكله ټول ايتونه راخلی او تفسير یې كوی چې دې طريقې ته «التفسير الشمولی» او «التفسير البيانی» هم ويل كیږی.
دويمه طريقه په يو سورت كښې د قران د ايتونو تفسير كول دی.
409498