د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد په دی په ټينګار سره چې صهيونست رژيم او د دغه رژيم ملاتړې په نسكوريدو دی وويل اسلامی هيوادونه بايد په درست توان او بيلا بيلو امكاناتو په كارولو سره د فلسطين له ملت او مقاومت څخه ملاتړ وكړی.
د اسلامی ايران ولسمشر وويل د صهيونست رژيم بنسټ ایښودونكې د فلسطين د مسئلې د حل لپاره ښه مينځګړې نه شی كيدلای.
، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد وويل د صهيونست رژيم او د صهيونستانو د ملاتړو منطقو په نړۍ كې ماتی خوړلی ده او كه څوك له دغه رژيم څخه منطق غواړی ضرور به ماتی وخوری .
د فلسطينيو ډلو استازو هم په دغه كتنه كې ټينګار وكړ د صهيونست رژيم او امريكا په وړاندې د متحدی جبهی برابرول اړين دی.
409833