IQNA

په قطر كښې د قران د زده كړې اينټرنیټی مركز شورو شو

12:28 - May 29, 2009
د خبر لمبر: 1784439
نړيواله ډله: د قطر په دوحه ښار كښې د «عبدالله عبدالغنی» قرانی مركز سره تړلی د قران زده كړې اطلاع رسوونكی مركږ د غبرګولی د مياشتې په پينځمه نیټه د قرانی د ځينې مبلغانو او قاريانو په ګډون سره د دوحې په «ريجنسی» هوټل كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د قطر له الشرق ورځپاڼې یې نقلوی، د «عبدالله عبدالغنی» د قرانی مركز مشر «بثينة عبدالله عبدالغنی» د دې اينټرنیټی مركز د شورو كيدو په وخت كښې وويل: دا مركز په دې غرض شوور كیږی چې ماشومانو ته د قران د حفظ طريقه وښايی او ځوانانو د قران له مفاهيمو او د دين له حقيقتونو خبر كړی.

بثينة عبدالغنی په اخر كښې په اسلامی هيوادونو كښې د وقف د دستور په عام كولو ټينګار وكړ او ویې ويل: خير كسان كولی شی چې د قران د حفظ مركزونه پرانیځی او په دې طريقه په ټولنه كښې د قران د كلتور دود او دستور پيل كړی او ځوانان په بې لاريو كښې له غورځيدو وساتی.
412082
captcha