د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له DunyaBulteni یې نقلوی، د ابن رشد مدرسې مشر «ايوون فضيلو»(Yvonne Fazilleau) په دې هكله وويل: دا مدرسه د فرانس د حكومت له خوا د ملاتړ او مرسته نه كيدو په سبب درې سوه ملينه قرضدار دی او د دې كال خرچه هم ورته عام خلكو وركړې ده.
هغه زياته كړه: كه چرې حالات همدارنګ پاتې شی نو مجبور يو چې مدرسه بنده كړو او مسلمان زده كوونكی به بيا ځانته بل ځای لټوی چې سبق پكښې ووايی، دې وخت يوازې تر دوو مياشتو پورې مدرسه مالی توان لری چې وچلیږی او له دې دوو مياشتو پس به استاذان هم مجبور شی چې بل ځای ته د سبق ښوونو لپاره لاړ شی.
ابن رشد مدرسه په 2003 كال كښې د اسلامی مدرسې په توګه لومړۍ مدرسه وه چې په فرانس كښې پرانستې شوه او د هيواد د زده كړې له وزارت لاندې به یې كار كاوۀ، د ټولو مذهبونو د مدرسو خرچه حكومت وركوی خو له تير كاله وروسته دې مدرسې سره هیڅ قسم امداد نه دی شوی.
412098