د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د عربستان له واس خبری اژانس یې نقلوی، دا ناسته د اسلامی بانك د پراختيا په مرسته او د تركمنستان د ولس مشر «قربان قلی بردی محمدف» تر نظر لاندې ترسره كیږی. په دې ناسته كښې د 56 اسلامی هيوادونو د اقتصاد وزيران، 600 د مالی مؤسسو مشران او د اسلامی بانكونو نمايندګان ګډون كوی. هغوی به په دې ناسته كښې د اسلامی بانكونو مالی كركيچ او هغې سره د مقابلې د لارو څیړنه كوی. 412830