IQNA

په بحرين كښې د امام خمينی(ره) د كليزې په پروګرام كښې عيسايان ګډون كوی

9:05 - May 31, 2009
د خبر لمبر: 1785155
نړيواله ډله: د بحرين د عيسايانو انجمن په يوې بيانیې كښې خبر وركړی دی چې د دې هيواد ډېرو زياتو عيسايانو د امام خمينی(ره) په كليزه كښې ګډون كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «أوال» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د «منامه» د ښار د كليسا اسقف «أفرام الطعمی» په دې هكله وويل: د بحرين عيسايان به په «دين او پراختيا» نړيوال سمينار كښې چې د غبرګولی د مياشتې په 13 او 14 نیټۀ د امام خميينی(ره) د كليزې په مناسبت ترسره كیږی ګډون كوی.

«شيخ راشد المريخی» د اهل سنتو لوی پوهان او د بحرين د «مالك بن أنس» انجمن افتخاری مشر، «عبدالمحسن النمر» د عربستان د شيعو لوی پوهان او «شيخ حسين المعتوق» د كويت د سنيانو لوی عالم او د اسلامی نړۍ ځينې څیړاندی به دې سمينار كښې ګډون كوی.
413194
captcha