IQNA

په امارات كښې "د لمانځه د پریښودونكيو د حكم څیړنه" دينی سمينار تر سره شو

8:43 - June 01, 2009
د خبر لمبر: 1785645
نړيواله ډله: «حكم تارك الصلاة»(د لمانځه د پریښودونكيو د حكم څیړنه) لومړنۍ سمينار د غبرګولی د مياشتې په نهمه نیټه د دبۍ د اسلامی چارو د ادارې په مركز كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبر اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د قطر له الرايه ورځپاڼې یې نقلوی، د عربستان يو مسلمان تبليغی «يحيی عبدالرحمن جمعة» چې ړوند او كوڼ دی په دې سمينار كښې موجود وو او د اشارې په ژبه یې په لمانځه كښې د ګډون نه كوونكوی حكم بيان كړه.

هغه په دې هكله د قران ايتونه او د پيغمبر(ص) روايتونه راوړل او ویې ويل: لمونځ هيرول ډېرې بدې اغيزې لری چې يو پكښې د خدای له رحمته محروميدل او ناهيلې كيدل دی.
413719
captcha