IQNA

په كويت "د يو ملين مسلمانانو لپاره يو ملين قرانونه" پروګرام ترسره كیږی

8:34 - June 02, 2009
د خبر لمبر: 1786134
نړيواله ډله: د كويت «احياء التراث الإسلامی» انجمن د دې هيواد د «الهداية» دينی مركز د نظارت لاندې يو پروګرام جوړ كړی دی چې پكښې يو ملين غريبانو مسلمانانو ته يو ملين قرانونه وركوی كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې د كويت له «الرأی» ورځپاڼې یې نقلوی، په كويت كښې د اقليتونو د برخې مشر «فهاد مسير الظفيری» چې د دې پروګرام مشر هم دی په دې هكله وويل: په نن سبا وخت كښې په اسلامی نړۍ كښې ډېرمسلمانان شته چې د فقر او مالی مشكلاتو په سبب دا توان نه لری چې د قران كريم واخلی او په اسلامی هيوادونو كښې داسې كلی هم شته چې پكښې قران نه پيدا كیږی.
هغه وويل: د كويت «احياء التراث الإسلامی» انجمن تر اوسه پورې 140 زره د قران نسخې چاپ كړی دی چې ډېر زر به یې فقيرو هيوادونو ته ولیږو او په قرانی مركزونو كښې به یې محصلانو ته وركړو.
414406
captcha