IQNA

الازهر په مصر د اسلامی مقدساتو د سپكاوی كوونكی فلم د بنديدو غوښتنه وكړه

8:32 - June 02, 2009
د خبر لمبر: 1786137
نړيواله ډله: د الازهر د عالمانو غونډې د غبرګولی د مياشې په لسمه نیټه په يوې بيانیې كښې د «دكان شحاته» فلم د بنديدو غوښتنه وكړه ځكه چې پكښې د مسلمانانو د مقدساتو سپكاوی شوی دی.
د ايران د قرانی خبر اژانس (ايكنا) په ګزارش چې د عربستان له «الوطن» ورځپاڼې یې نقلوی، د الازهر عالمانو په يوې بيانیې كښې د مصر له ولس مشره «حسنی مبارك» وغوښتل چې «دكان شحاته» فلم چې پكښې د اسلامی مقدساتو سپكاوی شوی دی او دې وخت د قاهره او سكندريه په سنيماګانو كښې چلیږی، باندې دې پابندی ولګول شی.

په دې بيانې كښې راغلی دی: په دې فلم كښې «هيفا وهبی» د لبنان يوه سندره ويونكی ښځه مسجد الحسين ته چې قاهره كښې دی په ډېر نامناسبو جامو كښې راځی او په جمات كښې د اسلامی مذهبونو او عالمان په هكله بدې خبرې كوی او دا د اسلام، جمات او مسلمانانو څرګند سپكاوی دی.
414307
captcha