د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له نسيج اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې مقابلو د عام رابطو د كمیټۍ مشر «سلمان بن محمد العمری» په دې هكله وويل: دا مقابلې د عربستان د اسلامی چارو د اوقافو د وزارت د نظر لاندې ترسره كیږی او د نړۍ د قران حافظان او قاريان د زمری د مياشتې تر لومړۍ نیټې پورې د دې مقابلو لپاره خپل نومونه ليكلی شی.
هغه زياته كړه دا مقابلې به په حفظ، تجويد او تفسيركښې د لړم د مياشتې تر 14 او 20 نیټه (له پينځم تر يوولسم نومبره) په مكه مكرمه كښې ترسره كیږی.
415077