IQNA

12:36 - June 05, 2009
د خبر لمبر: 1787236

د اسلام او د دې نظام ټول مينه وال بايد د غبرګولی د مياشتې په 22نیټه په ټول ټاكنه كښې خپله رای وركړی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه د حضرت امام خمينی(ره) په شلمې كليزې كښې وفرمايل: د اسلام احيا اود ايران عزت اوسر لوړی دامام خمينی (رح) دتاريخی حركت دوه اړخونه دی

د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای نن په تهران كې د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی (رح ) د سپیڅلی حرم تر څنګ ددغه بزرګوار د رحلت د شلم تلين په دستورو كې همدغه راز په نړۍ كې د مسلمانانو د اصالت او هويت احساس د حضرت امام خمينی (رح ) لخوا د اسلام د احيا د بيرغ د رپولو يوه بله ارزښتمنه پايله وبلله .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود زياته كړه د اسلامی نظام او حكومت د جوړولو ، د اسلامی نړۍ په روڼ اندو كې د هيلې د روحی د را پيداكولولپاره د مسلمانو ملتونو هڅې او د مسلمانانو په وړاندې د لويدیځی نړۍ د لهجې نرمښت ټول په اسلامی نړۍ كې د مقاومت او عمومی ویښتيا پايلې او بركتونه دی .
د رهبرۍ ستر مقام د فلسطين د خلكو پر له پسې انتفاضو او صهيونست رژيم ته د هغوئ د ګوزارونو ، له لبنان څخه د قدس د نيواكګر رژيم شاتګ او د غزې په ۲۲ ورځنی او د لبنان په ۳۳ ورځينو دوو جنګونو كې ددغه رژيم ماتې ته په نغوتې سره په ډاګه كړه دا ټول د ايران د اسلامی جمهوريت د بنسټګر حضرت امام خمينی (رح ) په لاس د اسلام د بيرغ د احيا بركت دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د مسلمانانو په وړاندې د لويدیځی نړۍ د لهجې بدليدا او د خپلی نوی څيری د وړاندې كولو لپاره د امريكا د نوی حكومت هڅو ته په اشاری سره وفرمايل چې بدلون ، نوی څيره په خبرو او شعار سره نه ترلاسه كیږی ، بلكه د سيمې د ملتونو او د ايران د ملت په حق كې د امريكا د پريمانه حقونو د خوړلو جبرانولو او عمل ته اړتيا لری .
حضرت آيت الله العظمی سيدعلی خامنه ای د سوله ايزو موخو لپاره له اټومی ټكنالوژۍ د ايران د استفادې په باب د امريكا كړچار ته په اشاری سره وفرمايل امريكا د ايران د خلكو د هغه روا او طبيعی حق په وړاندې چې په ډول ډول سوله ايزو مسئلو كې له اټومی انرژۍ استفاده او اټومی صنعت ته رسيدل غواړی حقيقت پټوی او په دروغ ويلوسره د ايران ملت د اټومی بم د جوړولو لپاره په هڅو تورن كړ ، په داسی حال كې چی د ايران ملت او مسئولانو په ځلونو ويلی دی چې اتومی وسلی زمونږ په وسله وال نظام كې ځای نلری او د اسلام له نظره له اتومی وسلو استفاده هم حرامه ده .
416123
captcha