IQNA

د اسټريليا عدالت د اسلامی مدرسې له جوړولو د منعې كولو په حكم كښې بيا كتنه رد كړه

12:40 - June 05, 2009
د خبر لمبر: 1787398
نړيواله ډله: د اسټريليا عدالت د غبرګولی د مياشتې په 12 نیټه د اسټريليا د قرانی انجمن د مشرانو هغه درخواست چې پكښې د سیډنی په «كامدن» ښار د اسلامی مدرسې د جوړولو د منعې په حكم كښې بيا كتنه ليكلی وه رد كړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «الإسلام اليوم» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، تيره مياشت د اسټريليا عدالت په يوۀ حكم كښې اعلان وكړ: په «كامدن» ښار كښې يوه مدرسه چې پكښې 900 كسان سبق ووايی د دې سيمې شرائطو سره سمون نه خوری.

د اسټريليا كمو مسلمانانو د مدرسې د جوړولو لپاره خپلې هڅې د 2007 كال د نوامبر له مياشتې پيل كړې، خو د كامدن په زرګونو اسټريليايی كسانو عدالت ته ليكونه وليكل چې د مدرسې د جوړيدو مخه ونيسی.

همدرنګ ورسره په اسټريليا كښې د «انگليكن» كليسا هم مخالفت وكړاو ویې ويل: مسلمان په نړۍ كښې د خپل طاقت د زياتولو لپاره هڅه كوی په بيلا بيلو هيوادونو كښې مدرسې جوړی كړی.
415835
captcha